په باسټن کې له دوو مشکوکو بم ایښودونکو څخه یو يې له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو

د ماساچوست د ایالت پولیس وايي، چې په باسټن ښار کې له دوو مشکوکو بم ایښوودونکو څخه یو د ماساچوست د تکنالوژۍ د انستیتیوت په ساحه کې له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو او دوهم مشکوک تښتیدلی دی.

د سیمې د پولیسو یوه مشر اید داویس د واټرټون په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې د تښتیدلی سړي د نیولو عملیات روان دي:

(زموږ په باور دا یو تروریست دی . زموږ په باور دا سړی دلته د خلکو د وژلو لپاره راغلی دی او موږ باید هغه ونیسو. )

پولیس وايي، چې د دې کسانو ظاهري مشخصات له هغو عکسونو سره ورته والی لري، چې پرون د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې (اف بي اي) له خوا خپاره شوې وو .

د امریکا د ماساچوست ایالت په باسټن ښار کې د دوشنبې په ورځ په غبرګو بمي چاودنو کې دری تنه ووژل او یو سل اویا تنه زخمیان شول .