په جنوبي وزیرستان کې د انتخاباتي کمپاین پر یوه لاریون راکټي حمله شوې

په جنوبي وزیرستان کې د انتخاباتي کمپاین پر یوه لاریون نن په راکټي حمله کې یو تن وژل شوی او څوارلس تنه نور زخمیان شوي دي.

حمله په واڼه کې، چې وسله وال زیات نفوذ لرې شوې ده .

عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل، چې د خپلواک کاندید نصیرالله وزیر پر انتخاباتي لاریون پينځه راکټ توغول شوي دی، خو دوه یې په لاریون کې برخه والو ته نږدې لګیدلي دي.

په پاکستان کې د مې د میاشتې د یولسمې د ټاکنو لپاره د کاندیدانو پر انتخاباتي پروګرامونو په دوامدار ډول وسله والې حملې کیږي.

د سې شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې پر یوه انتخاباتي کمپاین په بمي چاودنه کې اولس تنه وژل شوي وو .