د کورنیو چارو وزارت پینځه تنه د انتحاري حملو د پلان په تور نیولي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پینځه تنه یې د انتحاري حملو د پلان په تور نیولي دي .

د پولیسو په وینا ، دې کسانو په کابل او نورو ښارونو کې پر ملکي اهدافو د حملو پلان درلود خو ونیول شول .

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د فرانسې خبري اژآنس ته ویلي ، چې دا څلور نارینه او یوه ښځه یې پرون په جلال اباد کې ونیول.

له دوي سره وسلې او څلور چاودیدونکي واسکټونه هم نیول شوي دي.

صدیق صدیقي فرانس پرس ته ویلي، چې دا کسان له پولې پورې غاړې ته روزل شوي وو او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.