د مصر ولسمشر محمد مرسي به له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره خبرې وکړي

ټاکل شوې ده، چې د مصر ولسمشر محمد مرسي به روسیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

تمه کیږي، چې دا دواړه مشران به نن د تورسمندرګي په تفریحي ښار سوچي کې سره وګوري .

د روسیې د ولسمشر ویاند ډیمیټري پیسکوف ویلي ، د دواړو خواو خبرې اترې به پر اقتصادي همکاریو متمرکزې وي . په دې کې په مصر ته د روسي سیلانیانو په ورتلو او مصر ته د روسیې د غلو پر صادراتو خبرې اترې شاملې وي .

ویل کیږي چې د مصر د رخصتیو لپاره جوړو شویو تفریحي سیمو ته د ورتلونکو بهرنیانو په منځ کې روسان تر ټولو زیات دي او په زرګونو روسان هرکال مصر ته سفر کوي .

دا به وروسته له هغې چې مرسي په ۲۰۰۲ م کال کې واک ته ورسیده روسيې ته د نوموړې لومړنی سفر وي