په لغمان کې د چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

تیره اونی په لغمان کې د چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې یولس تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ویلي، چې څلور ورځې وړاندې په لغمان کې د ذوالفقار ۲ په نامه چاڼيز عملیات پیل شوي وو، چې دوه ورځې دوام وکړ.

د نوموړي په خبره ددغو عملیاتو په پایله کې دوه تنه وسله وال وژل شوي او نهه تنه نور زخمیان شوي.

د نوموړي په خبره د دوی امنيتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د لغمان په پړوايي،ساندروا او ورناټا په بیلابیلو سیمو کې څلور امنيتی پوستې هم فعاله کړې.

د ځواک په خبره د یادو چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې په لغمان کې په یوسلو پنځوس جریبه ځمکه کې د کوکنارو کښت هم له منځه وړی دی.

وسله والو طالبانو په لغمان کې د یادو عملیاتو په اړه رسنیو ته تر اوسه څه نه دی ویلي.