ملاله یوسفزۍ د ټایم مجلې له خوا د نړۍ د سلو بانفوذه خلکو په فهرست کې راغله

ملاله یوسفزۍ چې په سوات دره کې د نجونو د تعلیم لپاره د کمپاین په خاطر د پاکستاني طالبانو په ډزو زخمي شوه، د ټایم مجلې له خوا د نړۍ د سلو بانفوذه خلکو په فهرست کې راغله.

پنځلس کلنه ملاله تېرکال په اکتوبر میاشت کې په داسې حال کې چې په سوات کې ښوونځي ته روانه وه، د پاکستاني طالبانو په ډزو ټپي شوه. نوموړې له هغه وخته چې د علاج لپاره برتانیا ته راوړل شوه، تراوسه هلته اوسېږي. ملاله سږکال د نوبل د سولې د جایزې لپاره هم کاندیده شوې ده.

د ټایم مجلې په فهرست کې د هرات ولایت اوسېدونکې افغانه مېرمن رویامحبوب هم شامله ده.