اوباما د ۲۰۰۱ کال تروریستي حملې قربانیانو ته د درناوي مراتب پرځای کړل

ولسمشر بارک اوباما تېر ماښام د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته د امریکا د ترټولو خونړۍ تروریستي حملې قربانیانو ته د درناوي مراتب پرځای کړل.

اوباما په هغو مراسمو کې برخه واخیسته چې په باسټن ښار کې د دوشنبې ورځې په دوو چاودنو کې د دریو وژل شویو او څه باندې یوسل اویا تنو ټپیانو ته د درناوي لپاره جوړ شوي وو.

اوباما خلکو ته په وینا کې وویل چې د باسټن روح وېره نه مني. ده یوځل بیا ژمنه وکړه چې د دې چاودنو عاملان به د قانون منګولو ته وسپارل شي:

(موږ به تاسو پیدا کړو او حساب کتاب به درسره وکړو، خو ترهغه زیات دا چې زموږ د ژوند له لارې او زموږ له آزادې او پرانیستې ټولنې سره زموږ وفاداري به نوره هم پیاوړې شي.)

د اپرېل په پنځلسمه د باسټن د ډله ییزې ځغاستې یا ماراتون د لوبې د پای په ټکي کې دوو چاودنو درې کسان ووژل او شاوخوا یوسل اویا تنه یې ټپیان کړل.