د ننګرهار او کونړ والیانو د دې سرحدي ولایتونو په اړوندو سیمو کې د امنیتي تدابیرو د پیاوړي کېدو غوښتنه کړې ده.
د ننګرهار او کونړ والیانو ګل اغاشېرزي او سیدفضل الله وحیدي دا غوښتنه پرون په هغه امنیتي غونډه کې وکړه، چې د ولسمشر حامد کرزي او د ملي دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو او نورو امنیتي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.
د ارګ له خوا په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دا غونډه په کونړ او ننګرهار کې د امنیتي حالت د څېړنې په مقصد جوړه شوې وه.
د ارګ په بیان کې ویل شوي، چې د ننګرهار او کونړ والیانو په دې ولایتونو کې د امنیتي حالت په اړه خپل راپورونه غونډې ته وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه، چې د ډیورنډ کرښې له بلې خوا د وسله والو مخالفینو د زیاتېدونکو حملو د مخنیوي لپاره باید امنیتي تدابیر پیاوړي شي.