د تاریخي ماڼیو د ترمیم لپاره راټولې شوې پیسې څه شوې؟

د کابل ښار ځیني اوسیدونکي وایې، کابل ښاروال چې د تاریخي ماڼیو د ترمیم په نامه له خلکو پیسې راټولې کړي، باید ځواب یې ووایې.

دوي وایې، کابل ښاروالۍ څه موده مخکې د دارالامان، چهلستون او تاج بیک د تاریخي ماڼیو د ترمیم په نوم له خلکو پیسې راټولې کړې وې، خو تر اوسه یې په دې برخه کې څه نه دي کړي.

کابل ښاروال وایې، د دارالامان د ماڼۍ د رغولو د طرحې او ډیزاین کار کابو نوي فیصده بشپړ شوی او دوه نورو ماڼیو ته یې هم تدابیر نیولي دي.

تفصیل د خان محمدسیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د تاریخي ماڼیو د ترمیم راټولې شوې پیسې څه شوې؟