امان: په افغانستان کې ناامني رښتيا هم زياته شوې

د سره صليب نړيوالې کمېټې ويلي په افغانستان لا هم ملکيان خوندي نه دي او د ښکېلو خواوو په جګړه کې وژل کېږي.

دې کمېټې په افغانستان کې د ناامنيو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په داسې حال کې چې نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو دي او افغان ځواکونه لاهم په زياتو برخو کې مرستو ته اړتيا لري، خلک اندېښنه لري چې ناامني ښايي د زياتو ملکيانو ژوند وګواښي.

صالح محمد صالح د مرکې په سر کې د پوځي چارو له کارپوه جنرال امان اله ايمان څخه پوښتنه کړې چې دى امنيتي وضعيت دى څنګه ارزوي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له جنرال امر الله امان سره مرکه