د ننګرهار په بهسودو کې ناڅرګندو وسله والو دوه قومي مشران ټپیان کړل

د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو دوه تنه قومي مشران په ډزو زخمیان شوي.

د بهسود ولسوال نعمت الله نورزي ازادۍ راډيو ته وویل،چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د بهسود ولسوالۍ اړوند د رینګ روډ په سیمه کې ناڅرګندو وسله والو،چې په موټر سپاره ول ددې ولسوالۍ د قومي شورا پر رييس نعمت الله حلیمي او ملک عبدالرحمن ډزې وکړي،چې اوس د جلال اباد په مرکزي روغتون تر درملنې لاندې دي.

د یادې پيښې مسولیت تر اوسه چار په غاړه نه دی اخیستی.