د هرات ولایت سلګونه اوسیدونکو نن په دې ولایت کې د ایران د قونسلګرۍ په وړاندې مظاهرې وکړې.
دا مظاهرې چې د ایران د سرحدي پوځیانو په لاس د هرات د کوهسان ولسوالۍ د ۱۳ اوسیدونکو د وژلو په خاطر وشوې ترسره کونکو پکې د دې پیښې عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
د کوهسان د نهو اوسیدونکو مړي د دغو مظاهره چیانو له خوا د ایران د قنسولګرۍ ودانۍ ته نږدې ایښودل شوي و.
مظاهره چیانو ټینګار درلود که چیرې افغان دولت او د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر دې موضوع ته پام ونه کړي او د هغوي غوښتنې په پآم کې ونه نیسي د ایراني اتباعو په وړاندې په تاوتریخوالي به لاس پورې کړي.
له بلې خوا په ولسي جرګې کې د خلکو استازی ناهید فرید نن ازادي ارډیو ته وویل چې دا موضوع به په ولسي جرګې کې هم یاده کړي.