د امریکا متحد ایالتونه شاوخوا دوه سوه پوځیان چې په کې د پوځي پلانونو جوړونکي او استخباراتي تجربه کاران دي، اردن ته استوي، څو د ګاونډي هېواد، سوریې د شخړو د احتمالي خپریدو له امله د دې هیواد ساتنه وکړي.
د امریکا دفاع وزیر چک هیګل وویل، چې دا پوځیان به د هغو نورو دوو سوو امریکایي عسکرو ځای ونیسي چې د اردن په بیلابیلو سیمو کې شته.
د سوریې ولسمشر بشار الاسد مخکې خبرداری ورکړی و، چې ښایي د سوریې شخړې شاوخوا خپرې شي. بشار الاسد د سوریې له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې دا تور هم پوری کړی و چې لویدیځ د ده د رژیم پرضد د القاعده وسله والو ملاتړ کوي.