افغان حکومت دې په ایران کې د وژل شويو افغانانو مسئله تعقیب کړي

په ولسي جرګې د هرات استازي وايي، چې د افغانستان حکومت باید هغه پیښه په جدي توګه تعقیب کړي چې څو میاشتې مخکې په ایران کې یو شمېر افغانان وژل شوي و او اوس یې مړي کورنیو ته ور سپارل شوي دي.

په عین حال کې نن په سلګونو خلکو په هرات ولایت کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته مظاهره وکړه او د ایران پر ضد یې شعارونه ورکړل.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ځینو فشارونو له لارې یې د ایران حکومت بالاخره اړ کړی چې د وژل شویو کسانو جسدونه ور وسپاري.

په ولسي جرګې کې د هرات ځیني استازي پر ایران تور لګوي چې په خپله خاوره کې د یو شمیر افغانانو د وژنې د پيښې د پټولو لپاره یې د دې پيښې د قربانیانو د جسدونو ځنډول څو میاشتې وځنډول.

په ولسي جرګې کې د هرات وکیلې ناهید احمدي فرید پر افغان حکومت غږ وکړ، چې دغه مساله جدي تعقیب کړي او د ایران حکومت باید په دې اړه د تحقیقاتو زمینه مساعده کړي:

(له دولت نه زموږ غوښتنه دا ده، چې د دې پدیدې په اړه د افغان اتباعو د جدي مسالې په توګه وګوري او له ایرانه هم موږ غواړو چې د پيښې په اړه تحقیقاتو ته زمینه مساعده کړي، تر څو د کورنیو په ټپونو مرهم شي او هم وکولای شو چې لږ تر لږه د یوه دولت په توګه خپلو خلکو ته ځواب ولرو. )

اغلې فرید وویل، چې دوی به د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم په ایران کې د وژل شویو افغانانو مسله راپورته کړي.

شاوخوا درې میاشتې مخکې خلکو ادعا وکړه چې د ایران ځواکونو هغه دیارلس افغانان وژلي چې له پولې اخوا ایران ته د کار موندنې لپاره ور اوښتي و.

ایرانیو چارواکو لومړی یو مخ انکار کاوه چې ګنې څوک دې وژل شوي وي، خو په دې څو ورځو کې یې د دیارلسو وژل شویو کسانو مړي افغانانو ته سپارلي دي.

تر اوسه ایرانیو چارواکو په دې اړه سپیناوی نه دی کړی چې دغه کسان ولې او څرنګه وژل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ په هرات کې په سلګونو خلکو د ایران د قونسلګرۍ په مخ کې مظاهره وکړه او د دې پيښې د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

مظاهره کوونکي د څو ساعتونو لپاره د قونسلګرۍ مخې ته تم شول، د ایران پر ضد یې شعارونه ورکړل او بیا کوسان ولسوالۍ ته ولاړل چې هلته مړي خاورو ته وسپاري.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په ایران کې د وژل شویو افغانانو جسدونه د دوی د هڅو په نتیجه کې افغانستان ته راوړل شول خو دا مني چې دا کار په ځنډ سره شوی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرسیتال احمد ضیا سیامک هروي ازادي راډیو ته وویل چې د ایران حکومت په لومړي سر کې اصلاً دې ته حاضر نه و چې ددغو وژل شویو کسانو جسدونه چې یو ځلې په ایران کې خاورو ته سپارل شوي و، افغان حکومت ته وسپاري:

(لومړی دا چې د دوی د خښیدو ځای مشخص نه و، په ډیرو هڅو سره دغه ځای پیدا شو. بیا دا چې وخت پرې ډیر وتلی و، د ایران حکومت حاضر نه و چې اجساد د افغانستان حکومت ته ور وسپاري.

تر څو لازم فشارونه رامنځ ته شول او بالاخره د ایران دولت حاضر شو چې دغه اجساد کورنیو او د افغانستان حکومت ته وسپاري.)

ښاغلي هروي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، چې دغه افغانان څرنګه او چا په ایران کې وژلي دي.

پخوا هم په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او د هغوی د ستونزو په اړه شکایتونه کړي.

په ایران کې د افغان زندانیانو د اعدام مسلې هم تل په افغانستان کې ددغه هیواد پر ضد د یو شمیر خلکو غوصه راپارولې ده.

خو په اکثرو دارنګه پيښو کې پر افغان حکومت هم انتقادونه شوي دي چې نه دی توانیدلی د خپلو اتباعو له حقونو څخه د دفاع په اړه له ایرانیو چارواکو سره جدي مذاکرات وکړي.