روسان افغانستان ته د جنګ لپاره نه بلکې د فوټبال لپاره راغلي
Your browser doesn’t support HTML5
یوشمیر روسي فوټبالران چې کابل ته د لوبو لپاره راغلي وایی د دوی هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ ښې اړیکې ټینګول دي.
دا هغه فوټبالران دي چې کلونه مخکې یې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونوپه چوکاټ کې پر افغانستان یرغل کړی وو.
دا روسي فوټبالران ډیر خوښ ښکاریدل چې دا ځل افغانستان ته د جنګ لپاره نه بلکې د فوټبال لپاره راغلی دي.
خویوشمیر سیاسي څیړونکي وایی چې له افغانستان څخه امریکایی او ناټو ځواکونه په وتو دي او روسیه له بیلابیلو لارو په دې هڅه کې ده چې په دې هیواد کې نفوذ پیدا کړي.