د تخار چارواکي وايي، چې د تالقان ښار د بي بي هاجرې د نجونو لیسې پنحلس زده کوونکې مسومې شوې دي.
د تخار ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټرحفیظ الله صافي ازادي راډیو ته وویل، چې مسمومې شوې زده کوونکې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د دې پیښې لامل نه دی روښانه، خو تیر کال په لسګونو داسې پيښې وشوې، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د نجونو ښوونځیو زده کوونکې مسمومې کړای شوي دي.
د پوهنې وزارت چارواکو د درانګه پیښو په اړه پخوا پرته له دې چې څوک مشخص کړي ویلي، دا د پوهنې د دښمنانو کار دی.