له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ن شاوخوا ۳۰۰ معتادین راټول کړل

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت نن د کابل ښارله بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا درې سوه معتادین راټول او د جنګلک د معتادینو د درملنې په مرکز کې یې بستر کړل.

د دې وزارت د عامه پوهاوي او حقوقي چارو سلاکار ذبیح الله دایم نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې، د ټول هېواد په سطحه د معتادینو لپاره د درملنې د مرکزونو د زیاتولو هڅې رواني دي.

(موږ داسي پروګرامونه په پلان کې لرو چې د تداوۍ ظرفیت چې اوسمهال شپږ فیصده دی، تر راتلونو درو یا پينځو کلونو پورې د زیاتو مرکزونو په جوړولو سره ۳۰ یا ۳۵ فیصده ته و رسوو.)

دا کمپاین په داسې حال کیږي، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې روږدي کسان لیدل کیږي چې نشې کوي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون خلک په مخدره موادو روږد دي.