پاکستان کې د انتخاباتي مبارزې پر مهال چاودنې لږ تر لږه نهه تنه ووژل

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د انتخاباتي مبارزې پر مهال چاودنې لږ تر لږه نهه تنه ووژل.

د پیښور په ښار کې پرون عوامي نشل ګوند د مې د یولسمې نیټې د انتخاباتو لپاره لاریون کاوه چې ځان وژونکی برید پرې وشو.

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند د دې برید مسوولیت ومانه.

د پیښور په پرونۍ چاودنه کې د عوامي نشنل ګوند جګپوړی چارواکی غلام احمد بلور چې مخکې د اورګاډو د چارو وزیر و برسیرن ټپی شو.

په پیښور کې پرونۍ پیښه په تیرو دریو ورځو کې څلورمه خونړۍ چاودنه ده چې وشوه.