پاکستان: د ډیورنډ پر کرښه د نوې دروازې د کښینولو مساله له افغان حکومت سره حل شوې

پاکستان وایې، د ډیورنډ پر سرحدي کرښه د نوې دروازې د کښینولو مساله یې له افغان حکومت سره حل کړې ده.

د پاکستان د پوځ له خوا په یوې خپرې شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، دا ستونزه له افغان چارواکو سره حل شوې ده.

خو په خبرپاڼه کې د دې ستونزې د هوارۍ په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت پرون وویل چې، په ختیځ کې د پاکستان له خوا د نوي دروازې کینول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شوې موافقې خلاف کار دی.

دې وزارت دغه راز وویل، چې د دې کار د مخنیوي لپاره به له هرې ممکنه لارې څخه کار واخلي.