د بشري حقونو د سرغړوونکو تشخیص ته د میکانیزم نشتوالی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تېره اونۍ غوښتنه وکړه، چې د تېرو درېیو لسیزو په جګړو کې ګډونوالو د بشري حقونو سرغړونکو ته باید د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې د کاندیدېدو اجازه ورنکړل شي.

د افغانستان په تېرو او اوسنیو جګړو کې د بشري حقونو سرغړونې هغه لانجمنه موضوع ده، چې نه د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، نه حکومت، نه ملي شورا او نه مدني ټولنو یوه هم د هغو د عاملانو د نومونو د اعلان مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

نو د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون به د کومو اصولو او معیارونو له مخې له یوه یا څو ځانګړو کاندیدانو څخه په انتخاباتو کې د ګډون حق واخلي.

پر دې موضوع احمدتکل د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له پخواني کمیشنر او د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ له مشر نادرنادري سره په مرکه کې خبرې کړي.

ښاغلي نادري په پیل کې په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونکو د تشخیص او په انتخاباتو کې د هغوي د ګډون د مخنیوي لپاره د یوه میکانیزم د نشتوالي مساله رابرسرېره کړه:

Your browser doesn’t support HTML5

له نادر نادري سره مرکه