د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد پرون نایجر ته چې د نړۍ په سطحه د یورانیمو څلورم لوی تولیدونکی هېواد دی، ورسید.
له دې وړاندې احمدي نژاد د لویدیځي افریقا له بنین هېواد کتنه وکړه او ټاکل شوې، چې په تیلو غني غانا ته هم سفر وکړي.
په داسې حال کې، چې ایران د خپل اټومي پروګرام له امله د نړیوالو بندیزونو په نتیجه کې د منزوي کیدو په حال کې دی، دا هېواد هڅې کوي چې له افریقايي هېوادونو سره نزدې اقتصادي او دیپلوماتیکي اړیکي ولري.
په بنین کې احمدي نژاد د خپل هېواد اټومي پروګرام سوله يیز او الهي ډالۍ وګڼله.