احمدزی: د امنیت ټینګښت تر ډیره د سرحدي واکونو په ښه تجهیز او روزنې پورې تړلی

د امنیتي مسولیتونو د انتقال د کمیسون مشر وايي، د افغانستان د امنیت ټینګښت تر ډیره د سرحدي واکونو په ښه تجهیز او روزنې پورې تړلی دی.

ډاکتر اشرف غني احمدزي پرون په مزار شریف کې د بلخ له والي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې د افغانستان د پولو په کنټرول او څارنې سره په هېواد کې دننه امنیتي وضیعت پرمختګ کولای شي.

اشرف غني احمدزۍ د افغانستان په شمال کې په راتلونکو څو میاشتو کې افغان ځواکونو ته د ۳۰ نورو ولسوالیو د امنیتي مسولیتونو د سپارلو د ارزونې په هدف له بلخ کتنه کوي.

له دې وړاندې د افغانستان د کونړ په ګډون د یو شمېر ختیځو ولایتونو مقاماتو او قومي مشرانو هم په داخل کې د امنیت د ټینګښت لپاره د سرحدي ځواکونو د پیاوړه کولو غوښتنه کړې ده.