د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې بلاخره پاکستاني چارواکو دروازه کښینوله

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې بلاخره پاکستاني چارواکو دروازه کښینوله.

د ګوشتې ولسوالۍ سیمه يیز اوسیدونکي وايي، چې بالاخره د پاکستان هغه هڅې، چې د ګوشتې ولسوالۍ په صفري نقطه کې يي د دروازې په اړه پيل کړې وې بریالي شوي او افغان دولت تر اوسه د مذاکراتو خبرې کوي.

په یاده سرحدي سیمه کې د سرحدي پولیسو یوه تن چارواکي، چې د نوم له ښودلو يي ډډه کوله ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دې اړه شپږ وارې ناکام مذاکرات ترسره شوي، ولې وروستي مذاکرات داسې مهال ترسره کیدل، چې پاکستاني چارواکو د پردې ترشا دروازه لګولې وه.

له دې وړاندې ولایتي او مرکزي دولت چارواکو ولسونو ته ډاډ ورکړی وو، چې د پاکستان دا هڅې به بندې شي.

دارنګه تېره ورځ د امنیت شورا په غونډه کې هم په دې موضوع خبرې شوې وې،ولې تر اوسه کومه څرګنده پایله يي نه ده ورکړې.