د وینزویلا خلک د پخواني ولسمشر هوګو چاویز د ځای ناستې د انتخاب لپاره رايي ورکوي

د وینزویلا خلک د یکشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر هوګو چاویز د ځای ناستې د انتخاب لپاره رايي ورکوي.

چاویز په مارچ میاشت کې د سرطان ناورغۍ له کبله له دوه کلن رنځ وروسته مړ شو.

داسې ګڼل کېده، چې د نوموړي له خوا غوره شوی ځای ناستې نیکولاس ماډورو به دا انتخابات وګټي، خو وروستۍ نظر پوښتنې ښيي چې د نوموړی سیال هانریک کاپریلز په دې انتخاباتي مبارزو کې ماډورو ته ور نژدې شوی دی.

ماډورو ژمنه کړې، چې هغه پالیسې به پر مخ بوځي چې هوګو چاویز د یو یشتمې پیړۍ سوسیالیزم باله.

دا پالیسي د کیڼ اړخې سیاست، پر بې وزلو د حکومت د زیات لګښت او پر اقتصاد د حکومت د کنترول یوه مجموعه ده.

انتخاباتي رقیب یې کاپریلز بیا د داسې حکومت خلاف کمپاین کوې چې د خوړو له دوامداره کمښت، انفلاسیون، د بریښنا د نشتوالي او زیاتیدونکو جنایاتو سره مخ دی.

تمه کیږي، چې د رایو ورکولو مرکزونه به نن په سیمه ایز وخت د سهار په شپږو بجو پرانیستل شي.