د ګوانتنامو بنديان جلا- جلا خونو ته انتقال شول

د ګوانتنامو زندان چارواکي وايي، د زندانیانو د نه خوړولو د اعتصاب د پای ته رسولو د هڅو په لړ کې يې د شنبې په ورځ یو شمېر بندیان جلاجلا خونو یا سلولونو ته انتقال کړي دي.

د امریکا د پوځ په دغه زندان کې له تیرې فبرورۍ میاشتې راهیسې زندانیانو د مسولانو د چلند پر وړاندې د اعتراض په توګه د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی دی.

په ګوانتنامو زندان کې د امریکا د پوځ یوه ویاند ویلي جلاجلا خونو ته د هغو زندانیانو د انتقالولو په لړ کې چې د نه خوړولو اعتصاب يې کړی دی، یو شمېر بندیانو د سرتیرو پر وړاندې مقاومت وښود .

رابرټ ډیورند په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې سرتیرو د وضیعت د کنترول لپاره هوايي ډزې وکړې، خو په دې پیښه کې نه زندانیانو او نه هم سرتیرو ته کوم زیان رسیدلی دی.

د ګوانتنامو زندان د ویاند په خبره سرتیرو وروسته له هغې هوايي ډزې وکړې، چې زندانیانو د خپلو خونو د کړکیو او د څارنې د ځای پر ځای شوو کمرو مخه ډب کړه.

د ډیورنډ په وینا د دې لپاره، چې د زندانیانو امنیت او نظم وساتل شي، اړینه ده چې څلرویشت ساعته زندانیان وڅارل شي.

له دې وړاندې د امریکا پوځ ویلي وو، چې ۴۳ زندانیانو د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی، چې له دې ډلې یوولسو ته يې د پایپ له لارې مایعات ورکړل شوي دي.

دغو زندانیانو په تیره فبرورۍ میاشت کې د زندان د مسولانو له خوا د هغوي د ځینو شخصې څیزونو د اخیستو پر وړاندې د عکس العمل په توګه د نه خوړولو اعتصاب پیل کړ.

یو شمېر زندانیانو خپلو مدافع وکلیانو ته ویلي، چې د زندان مسولانو له دوي څخه د ځینو موادو د اخیستو پر مهال د قران کریمونو بې حرمتي کړې ده، خو د امریکا پوځ د زندانیانو دا ادعا رد کړې ده.

دغه راز بندیان په زندان د خوراکي موادو له څرنګوالي او کیفیت څخه هم شکایت لري.

څارنوالانو، پوځي مقاماتو او د بشري حقونو فعالانو رویترز اژانس ته ویلي د زندانیانو د نه خوړولو د اعتصاب یو اساسي علت د نا معلوم برخلیک له امله د هغوي مایوسي ده.

د کیوبا د ګوانتنامو په ټاپو کې د امریکا په پوځي زندان کې دا مهال ۱۶۶ کسان زنداني دي، چې اکثره يې څه د پاسه یوه لسیزه وړاندې د تروریزم پر ضد د عملیانو په لړ کې نیول شوي دي.