د ازادو ژورنالیستانو ټولنې پر افغان حکومت انتقاد وکړ

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو انجمن په هغو مراسمو کې خبریالانو ته د ګډون د اجازې د نه ورکولو له کبله اعتراض کړی دی، چې د اسلامي نړۍ د تمدن او فرهنګ د مرکز په توګه د غزني د نومونې په مناسبت جوړ شوې وو.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو انجمن په یوه اعلامیه کې وايي، له مرکز کابل او یو شمیر ولایتونو څخه یو شمیر خبریالان غزني ته ور بلل شوي وو، خو دوی ته ددې مراسمو تالار ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

اعلامیه زیاتوي، چارواکو ورته ویلي چې له رسنیو څخه په دې تالار کې د ګډون اجازه یوازې یوې خصوصي تلویزونې شبکې ته ورکړل شوې ده.

ویل شوې دي چې د یک په نوم خصوصي تلویزونې شبکې په دې مراسمو کې د ګډون حق تر لاسه کړی و.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو انجمن له حکومت څخه غوښتي، څو روښانه کړي، چې ولې یې د دې مراسمو د پوښښ حق ټولو رسنیو ته په مساویانه ډول نه و ورکړی.