د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن جاپان ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن جاپان ته ځي چې د دغه هیواد له چارواکو سره د شمالي کوریا د کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

پرون ښاغلي کیري په بیجنګ له چینايي چارواکو سره موافقه وکړه چې د کوریا د ټاپو وزمې د غیراتومي کولو تر ټولو ښه لار دیپلوماسي یا خبرې اترې دي.

چینايي چارواکو ونه ویل چې ایا خپل متحد هیواد، شمالي کوریا به تشویق کړي او کنه، دا هغه څه دي چې ښاغلی کیري لېواله دی چې چین یې باید وکړي.