نوي فیصده افغان پوځیان د ساري ناروغیو له امله د جګړې له لیکو وځي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې؛ تازه سروې ښيي، له جګړې څخه د پاتې کیدوونکو عسکرو نوي فیصده یې د ساري ناروغیو له امله د جګړې له لیکو وځي.

په ملي دفاع وزارت کې د ستر درستیز د روغتیايي چارو قوماندن "تورن جنرال محمد موسي وردګ" ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ دغه احصایه د تیر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هلمند او کندهار کې شوې ده.

پخوا تر دې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې؛ د افغان ځواکونو له لیکو څخه د سرتیرو تیښته د دغو ځواکونو لپاره یوه لویه ستونزه ده؛ خو چارواکو بیا دا راپورونه رد کړي دي.