د مصر هغه قاضي چې د پخواني جمهور رییس حسني مبارک د محاکمې مشري یې کوله؛ له دغې دوسیې څخه یې ځان لري کړ.
قاضي "مصطفی حسن عبدالله" نن په قاهره کې د پولیسو په اکاډمۍ کې د مبارک د محاکمې په پیل کې؛ د غه دوسیه بلې محکمې ته راجع کړه.
قاضي وویل، د دوسیې له پرمخ وړلو سره د راحت احساس نه کوي.
مبارک د ۲۰۱۱ کال مظاهرو کې د سلګونو کسانو د وژلو په تور په عمري قید محکوم شوی و. د جنورۍ میاشت کې سترې محکمې د نوموړي د بیا محاکمې حکم صادر کړ او د محاکمې جریان یې نیمګړی اعلان کړی و.
حسني مبارک چې د می میاشت کې به ۸۵ کلن شي، روغتیایي ستونزې لري او یو ځل د کوما حالت ته رسیدلی و. نوموړی د قاهرې په یوه پوځې روغتون کې بستر دی.