انډونیزیايي چارواکو اسټرالیا ته تلونکي ۱۴ افغانان له ډوبېدو ژغورلي دي

د انډونیزیا چارواکي وايي، تر اوسه یې د هغې بیړۍ څوارلس افغان مسافر ژغورلي دي چې؛ اسټرلیا ته پر لاره ډوبه شوې.

انډونیزیايي چارواکو د شنبې په ورځ د دې بیړۍ چې ټول دوه اویا کسان په کې سپاره وو؛ د ډوبیدو خبر ورکړ.

تراوسه څرګنده نه ده چې، ایا دا کسان ټول افغانان دي او که نه.

انډونیزیا د هغو خلکو لپاره یوه لاره ده چې؛ غواړي په اسټرلیا کې پناه واخلي.