نن غزني ولایت د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه اعلانیږي

ټاکل شوې ده چې، په څو شیبو کې غزني ولایت په یو لړ مراسمو کې چې یو شمېر افغان او بهرنيو چارواکو هم په کې ګډون کړی دی، دغه ولایت د اسلامي فرهنګ د مرکز په توګه اعلان شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین په غزني ولایت کې د دې مراسمو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د غزني په ګران، لرغوني او مبارک ښار کې یوه غونډه جوړیږي چې؛ په هغې کې د ای سیسکو سازمان غزني د دوه زور دیارلسم کال د اسلامي فرهنګ د مرکز په توګه اعلانوي."

پنځه کاله مخکې "ای سیسکو" د اسلامي هیوادو د علمي او کلتوري چارو سازمان پرېکړه کړې وه چې؛ په دوه زره دیارلسم کال کې به د افغانستان غزني ولایت د اسلامي فرهنګ مرکز وي.