د کریملن په ویب پاڼه کې په ۲۰۱۲ کال کې د جګ پوړو روسي چارواکو عواید خپاره شوې او ارقام ښیې چې د جمهور رییس ولادمير پوتین د مطبوعاتي دفتر د مشر عاید د پوتین له عایده زیات و.
د روسیې جمهور رییس په ۲۰۱۲ کال ټول ټال "پنځه میلونه اوه لکه نوي زره اته سوه درویشت روبله یعنې شاوخوا یو لکو اوه اتیا زره ډالره عاید درلود په داسې حال کې چې د هغه د مطبوعاتي دفتر مشر "دیمیتري پیسکوف"، شپږ میلیونه درې لکه شپږشپیته زره اوه سوه پنځه دېرش روبله چې شاوخوا دوه لکه او پنځه زره ډالره کیږي، عاید تر لاسه کړی دی.
ایتار تاس آژانس وایي، جمهور رییس پویتن په ۲۰۱۲ کال کې د ۲۰۱۱ کال په پرتله، دوه میلیونه روبله زیاتې پیسې ګتلې دي.