صدیقي: اوس هم د نړیوالې ټولنې او مرسته کونکو هیوادونو ملاتړ ته اړتیا لرو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې څه باندې دېرشو هیوادونو او مرسته کونکو بنسټونو دغه هیواد ته وعده ورکړې چې تر لسو راتلونکو کلونو پورې د افغان پولیسو د پیاوړتیا د ډېرېدو له ستراتيژۍ مالي او تخنیکي ملاتړ کوي.

دا پریکړه نن د کورنیو چارو وزیر او د ځینو مرسته کونکو بنسټونو تر منځ په کورنیو چارو وزارت کې ونیول شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دوي اوس هم د نړیوالې ټولنې او مرسته کونکو هیوادونو ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي صدیقي وویل چې اوسمهال د افغان ځواکونو د پیاوړتیا د ډېرولو د ستراتيژۍ د ترسره کیدو لپاره په یوه دوه کلن پروګرام عملي کار روان دی.