د اذربایجان لوی څارنوالۍ یو پوهنتون بند کړ

د اذربایجان لوی څارنوالۍ یو پوهنتون چې د ډیموکراټیکو ارزښتونو د پراختیا هڅې یې کولې، بند کړ.

د ازاد فکر په نوم د پوهنتون استازیو ازادي راډيو ته نن وویل، چې د لوی څارنوالۍ د دفتر کسان پرون راغلل او په باکو کې یې پرته له دې چې څه توضیحات ورکړي د پوهنتون دفترونه وتړل.

د پوهنتون د مسوولانو په وینا لوی څارنوالۍ وار له مخه هم دوی ته خبر نه و ورکړی، چې کسان به یې پوهنتون ته راځي.

د لوی څارنوالۍ ویاند بي بي سي نړېوالې څانګې ته ویلي دي، چې له تحقیقاتو وروسته به قضیه روښانه شي.

د ازاد فکر پوهنتون په دوه زره نهم کال کې د ځوانانو د یوه غورځنګ له لوري پرانیستل شو.