بې پلانه ځوانان

د SFL غوره جنګیالی:

SFL (Super fight league) د هغه ورزشي ټولنې نوم دی، چې د هندي فلمي ستوري سنجې دت او د (IPL) کرکټ څښتن راج کوندرا له خوا د تېر ۲۰۱۲ میلادي کال په جنورۍ کې رامنځ ته شوی.

سږ کال په کې له افغانستانه بازمحمد مبارز هم برخه اخیستې وه، مبارز د (free fight) یا (ازادې جګړې) لوبې لوبغاړی دی، دی وايي:

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې



(تر اوسه مې په دوه سیالیو کې ګډون کړی، یوه مې یې بایللې او دا وروستۍ چې له یوه مصري سیال سره وه، وتوانیدم چې د یوه ځنګون او څلورو پرله پسې سوکونو وهلو سره هغه (ناک آوټ) کړم او سیالي وګټم.

په دې سیالیو کې ۳ کسان له امریکا، ۲ له فرانسې، یو له مصر، شپږ له هندوستانه او له ایرانه هم وو، چې له نیکه مرغه د دغو هیوادونو تر منځ ما د S.F.L غوره جنګیالي يا Super fighter لقب خپل کړ. دوی ژمنه راسره وکړه، چې د کال تر پایه به مې په څلورو نورو سیالیو کې هم د ګډون لپاره وروغواړي، نو اوس چمتوالی نیسم، چې په هغو سیالیو کې هم ښه وځلیږم).

مبارز وايي، چې په همدې سیالیو کې مې څو میاشتې وړاندې هم له یوه مصري سیال سره سیالي درلوده، چې د ځینو تیروتنو له کبله مې وبایلله، خو هغه تېروتنې مې دا ځل اصلاح کړې وې، ځکه بریالی شوم. مبارر مو دلته له خپلو ځینو نورو بریاوو خبروي.

ما ویل، کله کله ځینې ځوانان چې داسې رزمي ورزشونه زده کړي، نو د سیالیو تر څنګ یې په عام ژوندانه کې هم کاروي، په نه خبره له نورو سره ځکه جنګ ته زړه ښه کوي، چې یو ډول یې زور پرې بر وي، تا خو کله داسې ندي کړي؟ نو بازمحمد مبارز ویل:

(له شپږو کلونو راهيسې، چې زه قهرمان شوی یم او د خلکو تر منځ مې یو څه نوم پیدا کړی، نه مې یاديږي، چې د چا ګریوان ته مې لاس وراچولی وي او نه مې داسې څه کړي، چې زما ګریوان ته دې څوک لاس راواچوی.

هر وخت مې هڅه کړې، چې په پوره او ريښتيني مانا یو ښه ورزش کوونکی واوسم.

یو ټولنيز انسان واوسم، د خپلو خلکو زړه وګټم او د منلو وړ یې وګرځم.)

مبارز زیاتوي، چې له ماشومتوبه مې له ورزش سره مینه وه، خو اوس مې (فري فايټ) لوبه ډیره خوښيږي.

د ده دا خبره راته ډیره جالبه وه، چې ویل یې د کور ټول غړي مې دې لوبې ته هڅوي، خو یوازې میرمن مې ده، چې نه زما لوبې په ټلویزون ګوري او نه یې خوښیږي، چې دا لوبه وکړم، خو دی وايي، چې ورو ورو به هغه هم رضا کړم.

بې پلانه ځوانان:

د SFL ټولنې پر ویبپاڼه اوس د باز محمد مبارز یو لوی عکس ښکاري. که چېرې مبارز له ځانه سره دا هوډ نه درلودای، چې خپلې ورزشي تېروتنې به اصلاح کوي او بریا ته به ځان رسوي، نو ښايي اوس به تر دې ځایه نه رسیده.

نو ویلای شو، چې هوډ او همت د هر کار لپاره ضروري دي. خو څه وايي، چې هر عمل په نیت پورې تړلی دی. که چېرې د هر کار لپاره یو منظم پلان ولرو، ښايي کارونه مو ښه او په وخت ترسره کړو، کنه نو رانه ګډوډ به وي.

منصور د پکتیکا ولایت اوسیدونکی ځوان دی، هغه وايي، چې د ژوندانه کارونو لپاره کوم پلان نه لرم، بس لګیا یم ژوند کوم، تر اوسه یې په ګټه او تاوان هم نه یم پوهیدلی.

نذیر احمد بیا هغه ځوان دی، چې وايي زما په شمول زیاتره ځوانان د کارونو لپاره پلان نه لري ځکه ترې د نن کار سبا ته پاتې کیږي او بیا کارونه پرې دومره ډیر شي، چې له هودې یې نشي وتلی.

یو بل ځوان مسلمیار د کلیوالو ځوانانو په اړه وايي، چې ټوله ورځ کوڅې ګز کوي، پر پولو پټیو ګرځي او بې کاره شپې ورځې تېروي.

خو هشمت الله بیا هغه ځوان دی، چې د ژوند چارو ته منظم پلانونه لري، د هرکال، میاشتې او اوونۍ لپاره یې منظم مهال ویش جوړ کړی، حتی یوه وړه کتابچه لري، چې ځان ته هدفونه پکې ټاکي او هغوی ته د رسیدو لپاره هڅه کوي، چې تر ډیره ځایه ځان بریالی بولي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې ځوان استاد اجمل ښکلی وايي، چې د هر کار لپاره یو منظم پلان ضروري دی، خو که څوک یې ونه لري، نو کارونه ورباندې ډيريږي او ناکاميږي، دی په ازموینو کې د خپلو شاګردانو د ناکامیدو یو علت هم د دوی بې پلاني بولي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې



استاد ښکلی زیاتوي، چې که یو خوا د ژوند چارو د منظمولو او په وخت سره د هغوی ته پای ته رسولو لپاره پلان لرل راسره مرسته کوي، نو بل خوا یو ذهني تسکین هم رابخښي، چې د ذهني تسکین په درلودلو سره هر کار ښه پرمخ ځي.