د امريکا متحدو ايالتونو پرون د نړېوال عدالت په باب د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ غونډه، چې د سربيا د استازي فوک يريميچ په مشرۍ جوړه شوې وه، بايکاټ کړه.
امريکا دا غونډه ناانډوله او پاروونکې وبلله.
سرب ولسمشر توميسلاف نيکوليچ پرون غونډې ته وويل، چې په نړېوالو محکمو کې سربانو ته تقريباً په سيستماتيک ډول سزا ورکول کېږي.
د کاناډا او اردن په شمول يو شمېر نورو هيوادونو هم د م.م د عمومي اسمبلۍ غونډه تحريم کړه، خو اروپايي هيوادونو غونډې ته ټيټ رتبه ديپلوماتان يا د ټيټې کچې چارواکي ولېږل.
د يو شمېر کتونکو له قوله ويل شوي چې سربيا هڅه وکړه چې له دې غونډې څخه په نولس سوه نوي يمه لسيزه کې د بالکان په جګړه کې د سربيا د رول په خاطر د نړيوالو محکمو پر پرېکړو انتقاد وکړي.