د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې سیلابونو ګن شمېر کورونه نړولي

د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې سیلابونو او اورښتونو ګن شمیر کورونه نړولي، په هکتارونو کرنیزه ځمکه یې خرابه کړې او دغه راز زیات شمیر څاروي یې له منځه وړي.

که څه هم د ځاني او دقیق مالي زیانونو په اړه معلومات نشته خو یو شمیر سیمه يیز اوسیدونکې وایې، د دې سیلابونو له امله تر پنځه زره پورې کورنۍ په بېلابېلو سيمو کې زيانمني شوي دي.

په یوبل خبر کې د بادغیس سیمه يیزو چارواکو ویلي، چې په بادغیس کې د سیلابونو د راوتلو له امله یوه ښځه مړه شوې ده.