په لندن کې به د سوریې یاغیانو ته د نورو وسلو ورکولو پر مسالې بحث وشي

تمه ده، چې په لندن کې د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د سوریې یاغیانو ته د نورو وسلو ورکولو پر مسالې بحث وشي.

د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن په لندن کي پیل شوه او تمه ده چې د سوریې یاغیانو ته د وسلو ورکولو پر مسالې د غونډې په څنګ کې بحث کړي.

بریتانیا او فرانسه هڅه کوي، چې د سوریې یاغیانو ته د زیاتو وسلو ورکولو په مقصد د اروپایي اتحادیي بندیزونه لري کړي.

جرمني د احتیاط غوښتنه کړې، خو د اتو سترو صنعتي هېوادونو بل غړی هېواد، روسیه د سوریې حکومت ته وسلې ورکوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي، ده پتییلې، چې د سوریې د ملي ایتلاف له مشرانو سره په لندن کې وګوري.

په اتو سترو صنعتي هېوادو کې بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمنې، ایټالیا، جاپان، روسیه او امریکا شامل دي.