د ټاکنو کمېسیون څه ډول مشر ته اړتیا لري؟

کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د چهارشنبې د ورځې په ګڼو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د نوی رییس په ټاکنه باندې لیکنې او تبصرې کړي دي.

ملي باور:

ملي باور خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي د انتخاباتو کمېسیون رییس به له قانون سره سم ټاکل کیږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې رنګین دادفر سپنتا، کریم خرم او حیببه سرابي د انتخاباتو د کمیسیون له کاندیدانو څخه دي.

ورځپانې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، چې د انتخاباتو کمېسیون څه ډول مشر تابه ته اړتیا لري؟

په سرمقاله کې راغلي دا ځل باید دې ټکې ته جدي پام وشي او داسې کسان د دغه کېمسیون په اړوندو څوکیو وګومارل شي، چې په مسلکي ډول د خپلو څوکیو وړتیا ولري او د صداقت او ایماندارۍ له مخې دغه ستره دنده پرمخ یوسي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکي د ولسمشر په مشري مشورتي غونډه کې پریکړه وشوه، چې د انتخاباتو قانون ترتصویب وروسته به د انتخاباتو د کمېسیون رییس وټاکل شي.

ورځپاڼه لیکي د انتخاباتود خپلواک کمیسیون د اوسني مشر د کار موده دقانون له مخې په راتلونکو څو ورځو کې پایته رسیږي.

د همدې ورځپاڼې په یو جلامطلب کې د انتخاباتو کمېسیون درییس له خولې لیکي په ټاکلي شوي وخت کې دټاکنو ترسره کولو ته چمتو یو.

ورځپاڼې د فضل احمد معنوي خبرې راخیستې چې ویلي وو، که امنیت د سږکال او یا تېر کال په شان وي ،زه د انتخاباتو د شفافیت په اړه څه نه شم ویلی.

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی راتلونکي انتخابات، د هېواد د بقا ازمویښت.

په سرمقاله کې راغلي راتلونکي ولسمشریز انتخابات د هېواد لپاره برخلیک ټاکوونکي رول لري ،که شفافیت او په ښه فضا کې ترسره شول نود هېواد راتلونکې به ورسره خوندي شي.

د سرمقالې د لیکوال په اند که خدای مه کړه هغه اندېښنې او وړاندوینې ریښتیا شوې چې سر له اوسه یا په ریښتینې معنا اویا دیوې توطیې په بڼه عنوانیږي ،بیا خو هېواد واقعا یوه بل بحراني پړاوته ننوزي چې تر اوسني به څو ځله خطرناک وي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې لیکلي اپوزېسیون د ټاکنو د نوي رییس ټاکل کېدل ناقانونه ګڼي.

ورځپاڼې دحکومت د اپوزېسیون نظرارخیستي چې ویلي دي په ارګ کې د انتخاباتو د کمېسیون د رییس د ټاکنې لپاره ناسته ځکه ناقانونه ده،چې لاهم د انتخاباتو قانون،د انتخاباتو کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو اورېدو کمېسیون د دندو او واکونو قانون په ملي شورا کې په نهايي ډول نه دی تصویب شوی.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي د قانون له مخې باید د انتخباتو د کمېسیون په مشرۍ اوغړو کې بدلون راشي او له دې پرته د عادلانه ،ازادو او رڼو انتخاباتو شونیا ناشونې ده.

د سرمقالې په پای کې راغلي په کار ده، چې په قانون کې د بنسټیز بدلون لپاره ټولې هغه دروازې وتړل شی چې له مخې یې ناسم کسان د کمېسیون تر مشرۍ لار پیدا کوي.

هېواد:

او په اخر کې هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي د راتلونکو انتخاباتو د څرنګوالي په اړه د یوشمېر کړیو ناسمې ډنډورې.

ورځپاڼه لیکلي چارواکي ډاډ ورکوي راتلونکي انتخابات به عادلانه ،سراسري اوشفاف وي او هر وګری به په ازاده توګه د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي دلته هرڅه روښانه دي ،نه جمهورییس د درغلیو هڅې کوي او نه به هم څوک د مخالفو کړیو په تشو ډنډورو دوکه شي.

رحمت الله افغان