ایران هیله لري، چې مصر بیا د مسافر وړونکو الوتکو الوتنې ایران ته پیل کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، هیله لري چې مصر بیا د مسافر وړونکو الوتکو الوتنې ایران ته شروع کړي، څو اړیکي ښه شي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمانپرست د سې شنبې په ورځ وویل، ایران د دواړو ملتونو ډیر تګ راتګ ته هیلمن دی.

مصر له ایرانه د دوشنبې په ورځ الوتنې وځنډولې. دغه الوتنې د دواړو هیوادو تر منځ وروسته له درې لسیزو پیل شوې چې یوه اونۍ یې دوام وکړ.

مصر د الوتنو د ځنډولو علت نه دی بیان کړی، خو دا پریکړه په دې پسې قاهرې وکړه، چې سخت دریځې سنیان د شیعه و پر سفر په غصه شول.

د مصر او ایران تر منځ له ۱۹۷۹ م کال راپه دې خوا چې اسلامي انقلاب په ایران کې بریالی شو اړیکي خراب وو، خو په فبروري میاشت کې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد مصر ته ولاړ.