د ننګرهار په پچیراګام کې یوه پوځي الوتکه نسکوره شوې ده

د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې نظامي څرخي الوتکه غورځيدلې.

د ننګرهار د والي ویاند "احمدضیا عبدالزی" وايي چې؛ نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د پچیراګام ولسوالۍ د خان کلي په سیمه کې نظامي چورلکه رالویدلې، چې په اړه يي پلټنې روانې دي:

"د پچيراګام د ولسوال د معلوماتو له مخې نن سهار نظامي چورلکه رالویدلې، نور معلومات به وروسته تر لاسه شي په اړه يي پلټنې روانې دي؛ خو د پچیراګام ولسوال ولایت مقام ته ویلي چې؛ د دې چورلکې د رالویدو پرمهال د کوم ډز آواز نه دی اوریدل شوی."

بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو سره په یوې ټلیفوني اړیکه کې د یادې الوتکې د رالویدو مسوولیت په غاړه اخیستی؛ نوموړی وايي، چې دا امریکايي نظامي الوتکه د دوی کسانو ویشتي او وروسته له لویدو سره سم په بشپړه توګه له منځه تللې او په کې سپاره ټول کسان هم له منځه تللي دي.