د نورستان په مرکز کې وسله والو دوه افغان پولیس وژلي دي

د نورستان په مرکز پارون کې تیره شپه د افغان ځواکونو پر یوې پوستې د وسله والو په حمله کې دوه پولیس وژل شوي.

د نورستان امنیه قومندان جنرال عبدالکریم عمریار ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړ او ویې ویل چې، وسله وال مخالفان له سیمې تښتیدلي دي.

نورستان له نا امنیو ولایتونو څخه دی چې؛ د وسله والو طالبانو فعالیت په کې ډیر زیات دی.