مصري مقامات وايي، دې هیواد ته يې له ایران څخه راتلونکې سوداګریز پروازونه ځنډولي دي.
قاهرې دا ګام یوه ورځ وروسته له هغې واخست چې؛ په ۳۴ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د یکشنبې په ورځ له تهران څخه د ۵۰ ایراني سیلانیانو یو پرواز مصر ته ورسید.
د تهران او قاهرې ترمنځ د ایران د ۱۹۷۰م کال له اسلامي انقلاب وروسته ډیپلوماټیکي اړیکي قطع شوې وې؛ خو په مصر کې د محمد مرسي په مشرۍ د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته په تیره فبرورۍ میاشت کې احمدي نژاد له دې هیواد کتنه وکړه.
دا په تیرو څو لسیزو کې لومړۍ ځل و چې؛ د ایران جمهور رییس مصر ته ځي.
خو تیره جمعه سخت دریځو سني مذهبه مصریانو په قاهره کې د ایران د سفیر د کور مخته مظاهره وکړه او ودانۍ يې په ډبرو وویشته.
مظاهره کونکو وویل چې، مصر ته د ایراني سیلانیانو راتګ کیدای شي؛ په دې هېواد کې د شیعه مذهب د خپرېدو سبب وګرځي.