د افغانستان د سولې عالي شورا وایې، یو شمېر دیني عالمان په سیاسي کړیو پورې اړه لري او د روانې جګړې په برخه کې د خپل موقف د روښانه کولو توان نه لري.
د دې شورا د دارالانشا ریس معصوم ستانکزي دغه څرګندونې نن په کابل کې د دیني عالمانو او مدني ټولنې د استازیو په یوې غونډې کې وکړې:
( آیا موږ دا جرئت لرو چې له بیلابیلو سیاسي کړیو سره له خپلو اړیکو تیر شو او داسي یوې نقطې ته و رسیږو چې، د حق خبره لکه څنګه چې لازمه ده وې وایې.)
ښاغلی ستانکزی وایې، دیني عالمانو لکه څنګه چې لازمه وه په هیواد کې د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې خپل مسئولیت ندی ادا کړی.