امریکا: سره غوښه یوازې د ډير غوړوالي په خاطر زړه ته ضرر نه لري

د امریکا د روغتیا د ملي انستیتوت (The U.S. National Institute of Health) تازه تحقیقات څرګندوي، چې سره غوښه یوازې د ډير غوړوالي په خاطر زړه ته ضرر نه لري، بلکه د کارنیتین په نوم امینو اسیدونه هم په کې شته، چې د انسان د زړه د ناروغۍ خطر زیاتوي.

څيړونکي وايي، کله چې دا ډول اسیدونه (تیزاب) د انسان په نس کې د موجودو باکتریاوو په وسیله جذب شي داسې پرده جوړوي، د انسان د وجود په جوړونکي سیسټم یا میتابولیزم کې د کولسترول فعالیت بدلوي او دا د شریانونو د پنډوالي سبب ګرځي.

دا مواد د غوايي، پسه، مرغاوۍ او خنځير په غوښه کې دي، چې د انسان زړه ته خطر لري.