د پاکستان سترې محمکې نن حکم وکړ، چې د دې هېواد پخوانی جمهور ریس پرویز مشرف باید د سې شنبې په ورځ د خیانت د تور په خاطر محکمې ته حاضر شي.
سترې محکمې دا حکم د هغې قانوني لایحې په ځواب کې کړی، چې پر پخواني جمهور ریس پرویز مشرف په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د سترې محکمې د قاضي القضات په ګډون د قاضیانو د برطرفۍ او د دې هېواد د اساسي قانون د ځنډولو په خاطر د خیانت تور لګوي.
پخوانی پوځي جنرال پرویز مشرف تر څلور کاله جلا وطنۍ وروسته تیره میاشت پاکستان ته ستون شو او د دې هېواد په را روانو انتخاباتو کې د ګډون لپاره یې اسناد ثبت کړي دي.
پرویز مشرف په ۲۰۰۷ (میلادي) کال کې د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بهټو او په ۲۰۰۶ (میلادي) کال کې د بلوچ ملت پالو د مشر نواب اکبر بګټي د وژل کیدو په ارتباط پاکستان ته تر ستنیدو مخکې ضمانت تر لاسه کړی وو .
پرویز مشرف په ۱۹۹۹ (میلادي) کې د دې هیواد د ملکي حکومت پر ضد پوځي کودتا وکړه او د لسو کلونو لپاره د پاکستان ولسمشر وو .