د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ډکې منګولې هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اسیایې هېوادونو د کرکټ له لوبو څخه د دوشنبې په ورځ د بري له مډال سره هېواد ته راستون شو.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د شل اوریزو مسابقو لپاره د تیرې میلادي میاشتې په وروستیو کې نیپال ته تللی او په شپږو مسابقو کې پنځه ګټلي دي.

د دوي د هرکلي لپاره د کرکټ بورد او اتصالاتو د مخابراتي شبکې چارواکي، ورزشکاران او مینه وال کابل هوایي ډګر ته ورغلی وو.

د دې ټیم له سفرونو سره زیاتره مالي مرسته د اتصالاتو مخابراتي شبکه کوي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د خان محمد سیند راپور