جان کېري د یوې امریکايۍ ډیپلوماتې او څلورو نورو امریکايانو وژل کېدل وغندل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په افغانستان کې د یوې امریکايۍ ډیپلوماتې او څلورو نورو امریکايانو وژل کېدل وغندل.

په کابل کې د امریکا د سفارت د مطبوعاتي دفتر مرستیاله 25 کلنه ان سمیدینګ هاف Anne Smedinghoff له دریو امریکايي سرتېرو او د امریکا د دفاع وزارت له یوه ملکي کارکوونکي سره یوځای د شنبې په ورځ په زابل ولایت کې په یوه چاودنه کې ووژل شوه.

جان کېري د ترکیې په پلازمېنه انقره کې په یوه خبري کنفرانس کې د سمیدینګ هاف ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ځوانه ښځه ډېره هوښیاره او ځواکمنه وه.

کېري یادونه وکړه، چې امریکايي اتباع نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د نړۍ په ډېر شمېر خطرناکو سیمو کې له دې ډول خطرونو سره مخامخ دي.