تیره شپه دپکتیکا ولایت په اومنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ګډو چاڼیزو عملیاتو کې څلورتنه وسله وال مخالفین له یو شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.
د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې تيره شپه ناوخته د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست د يوه کشفي راپور په ترڅ کې له افغان ګډو امنيتي ځواکونو سره یو ځای د اومنې ولسوالۍ د سپينه په سيمه کې يې چاڼيز عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال مخالفين د يو شمېر وسلو او مهماتو سره د مخامخ جګړې پر مهال ژوندي نيول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، په نيول شويو څلورو وسله والو کسانو کې یو هم د مخالفينو سيمه ييز قوماندان عبدالباري دی؛ چې د لويو لارو پر سر به يې ماينونه اېښودل، ولسي خلک به يې په يو او بل نوم ځورول او د دولت پر ضد به يې تبليغات کول.
د يادو عملياتو پر مهال د افغان ګډو امنيتي ځواکونو او يادو وسله والو ترمنځ لنډه نښته شوې؛ چې ملکي وګړو او یا دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.