راپورونه وايي چې، پرون د مصر د مرکز قاهرې په شمال کې د مسلمانانو او قبطي عیسویانو ترمنځ نښته کې پنځه کسان وژل شوي دي.
چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې، دا شخړه د جمعې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې وه.
ویل کیږي چې، د یو اسلامي مرکز پر دیوال د مسیحي ماشومانو له خوا د رسمونو ایستل د دې شخړې د رامنځ ته کیدو سبب شوي دي.
چارواکو ویلي، په نښته کې څلور قبطي عیسویان او یو مسلمان وژل شوي او نهه کسه نور ټپیان شوي دي.
په مصر کې له واک څخه د حسنې مبارک له لرې کیدو را وروسته کله ناکله د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ دا ډول شخړې رامنځ ته کیږي.
د مصرې د پنځه اتیا میلونو نفوس په سلو کې له لسو زیاته برخه عیسویان جوړوي.